دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۵۷
د مطلب کود : 171263
په کندز کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو
په کندز ولایت کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو.

د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل، یو نیم کیلو ګرامه تریاک چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې له تخار ولایت څخه یې کندز ولایت ته قاچاق کړي، پوليسو د پل چرخ اب په سیمه کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې له تخار ولایته ګاونډیو ولایتونو ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی او یوازې په تېرو دوو اوونیو کې ۴ کسان کندز او بدخشان ولایتونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvydymw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته