دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 171269
غزنی کي ۴۳ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
ویل کیږی، د یاد ولایت کې له افغان امنیتی ځواکونو سره په جګړه کې ۴۳ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، ددفاع وزارت په یوه  خبرپانه کې څرګندوی، چې افغان امنیتی ځواکونو د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره جګړه کړې ده.
خبر پانه وایی، چې په یاد جګړه کې ۱۸ تنه وسله والو طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcb08b89rhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته