کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران کې د رسم پر مهال د خونړی برید په اړه د افغان حکومت غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1397 ساعت 9:38



د افغانستان حکومت په ایران د رسم ګذشت پر مهال د ناڅرګندو وسله والو له لوري د خونړی برید په اړه عکس العمل وښود.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چېد افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران پر اهواز ښار تروریستي برید چې له امله یې د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي قرباني شول، په کلکه غندي.
 خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان حکومت او خلکو له کلونو راهیسې تروریزم سره په مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي او لا هم زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه له دغې شومې پدیدې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.
د ارګ ماڼی په وینا، د افغانستان حکومت په دې باور دی چې تروریزم سیمه‌ییزه او نړیواله ښکارنده ده او د دې اړتیا ده چې هېوادونه په ګډه همکارۍ او له توپیر پرته د هغې په ضد مبارزه وکړي او دغسې همکاري کولای شي چې د تروریزم په ضد د مبارزې موثریت دوه چنده کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې موږ په دې باور یوو چې تروریزم سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمن دی، ځکه د هر هېواد اوسېدونکي په هر ځای کې په نښه کوي له همدې امله د دې وخت را رسېدلی دی چې له دغې ښکارندې سره د ټولیزې اجماع له لارې جدي او صادقانه مقابله وشي.
د راپورونو له مخې، د تیرې ورځې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او شاوخوا۷۰ نور ټپيان دي.
 


د مطلب کود: 171278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171278/ایران-کې-د-رسم-پر-مهال-خونړی-برید-په-اړه-افغان-حکومت-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com