دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 171279
ارګ ماڼی:ناټو یوه جنرال راتلونکې ټاکنو امنیت لپاره همکاری وعده کړې
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه لوړ رتبه جنرال ډاډ ورکړی چې د را روانو انتخاباتو د امنیت لپاره به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.

جنرال اندریو پوپاس پرون شنبه د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو په ګډ کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې خپل ټول امکانات به په واک کې ورکړي.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، په پروني کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني هم د انتخاباتو خپلواک کمېسون ته ډاډ ورکړی چې د را روانو ټاکنو د مالي اړتیاو په پوره کولو کې به همکاري ورسره وکړي.
ښاغلي غني بیا هم ټینګار کړی چې د امنیتي او دفاعي ادارو غړي په ټاکنو کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه لري.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه کېږي.
https://avapress.com/vdccmsqso2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته