کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ ماڼی:ناټو یوه جنرال راتلونکې ټاکنو امنیت لپاره همکاری وعده کړې

1 میزان 1397 ساعت 9:38

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه لوړ رتبه جنرال ډاډ ورکړی چې د را روانو انتخاباتو د امنیت لپاره به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.



جنرال اندریو پوپاس پرون شنبه د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو په ګډ کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې خپل ټول امکانات به په واک کې ورکړي.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، په پروني کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني هم د انتخاباتو خپلواک کمېسون ته ډاډ ورکړی چې د را روانو ټاکنو د مالي اړتیاو په پوره کولو کې به همکاري ورسره وکړي.
ښاغلي غني بیا هم ټینګار کړی چې د امنیتي او دفاعي ادارو غړي په ټاکنو کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه لري.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه کېږي.


د مطلب کود: 171279

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171279/ارګ-ماڼی-ناټو-یوه-جنرال-راتلونکې-ټاکنو-امنیت-لپاره-همکاری-وعده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com