دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 171285

د حکومت اجراییه مشر، عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ

ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د دې سرمشریزې په څنډه کې د ځينو هېوادونو له یو شمېر مشرانو او چارواکو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
اجرییه ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی عبدالله د ملګرو ملتونو په درې اویایمه ناسته کې خبرې هم کوي.
له ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور دولتي چارواکي مله دي.
 
https://avapress.com/vdcjoveviuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته