دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 171292
د کندهار سرحدي ځواکونو پر ډیورنډ لګول شوې کټارې و ایستې
د کندهار سرحدي ځواکونو د ډيورنډ پر کرښه هغه کټارې له منځه وړي چي د پاکستاني پوځيانو له لوري د اغزن تار د غځولو لپاره نصب سوي وې.
دا کټارې د سپين بولدک او ښوراوک ولسواليو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کي ځای پر ځای سوي وې، چي د کندهار د امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي په امر د سرحدي ځواکونو له لوري ليري کړل شوې.
د راپورونو له مخي، پاکستاني ځواکونو د افغان سرتېرو ددې کار د مخنيوي هڅه وکړه او د جګړې اخطار ئې ورکړ، خو افغان ځواکونو پرته له کومي ستونزي کټارې له منځه يووړې او د پاکستاني پوځ د اخطارونو پروا ئې ونه کړه.
پاکستان هڅه کوي چي د ډيورنډ پر پوله اغزن تار وغځوي چي دا کار د ولسي وګړو د سخت غبرګون سره مخ شوی دی، تردې چې په ځينو سيمو کي افغانان د پاکستاني پوځيانو پر وړاندي درېدلي دي او دې ته یې نه پرېښودلي چي اغزن تار وغځوي.
رپوټونه وايي پاکستان دمګړی د اغزن تار غځولو کار درولی او د افغان چارواکو سره د خبرو وړاندیز کړی. د یادوني وړ ده، چي په ختيځو ولایتونو کي د شپږو میاشتو راهیسي د اغزن سیم غځولو کار روان دی او ۷۰ فیصده کار یې پای ته رسېدلی، خو حکومت یې په وړاندي کوم غبرګون نه دی ښودلی.
 
https://avapress.com/vdchwznzi23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته