دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 171293
کابل کې د یوې خونړی چاودنې مخه ونیول شوه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په پلازمېنه کابل کې یې د یوې چاودنې مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې  د امنیتي منسوبینو د هلو ځول په ترڅ کې د کابل د ده سبز ولسوالی له مربوطاتو څخه د سړک په غاړې ځای پر ځای شوې خود سازه ماین کشف او ترلاسه شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه بم په یوه بوشکه کې ځای پر ځای و د عام وګړو د وژلو په موخه د سړک په غاړه ځای پر ځای او عیار شوی و چې د چاودنې مخکې د امنیتي منسوبینو له خوا کشف او شنډ کړای شو.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږي.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 
https://avapress.com/vdci3zazpt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته