کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وردکو کې د جګړې له امله د غزني بریښنا پرې شوې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1397 ساعت 13:41

د غزني ولایت چارواکي وايي، چې د میدان‌وردک د سید‌آباد ولسوالۍ په سالار سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ د جګړو له امله، غزني ته د ازبکستان د وارداتي بریښنا درې غځیدلي مزي پرې شوي دي.



د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د بریښنا مزي تیره ورځ شاوخوا درې بجې پرې شوي دي.
د هغه پر وینا، د ازبکستان د وارداتي بریښنا د مزو له پرې کیدو وروسته، اوس د غزني د ښار اکثره برخې بریښنا نه لري.
د غزني د ولایتي شورا غړی امان‌الله کامراني وايي، چې د بریښنا د پرې کیدو له امله په دغه ولایت کې د زیاتو سوداګریزو کارخانو کار ودرول شوی دی.
ښاغلي کامراني زیاته کړه "د دغې بریښنا زیاته ګټه ملکي خلکو ته رسیږي، حکومت ښايي د دغې بریښنا له پنځو فیصدو څخه استفاده وکړي، خو بیا هم کله کله پرې کیږي".
په غزني کې د بریښنا د شرکت رئیس انجنیر جان‌محمد وايي، چې د غزني ښار اکثره اوسیدونکي بریښنا نه لري او تیره شپه یې یواځې د ښار مرکزي برخو ته د ډیزلي جنراتورونو په مټ بریښنا رسولې ده.
د هغه پر وینا، له کابل او غزني څخه د بریښنا شرکت د انجینرۍ دوه ډلې، د بریښنا د مزو د بیرته نښلولو لپاره سیمې ته استول شوي دي، خو زیاته یې کړه "معلومه نه ده، چې د بریښنا مزي به ونښلول شي او که نه".
له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا مزی د ارغنې له سب‌استیشن څخه د میدان‌وردک د سید‌آباد ولسوالۍ له لارې غزني ته لیږدول شوی دی، چې شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
دا مزی د ۲۲۰ کیلوولټه بریښنا د لیږدولو ظرفیت لري
 


د مطلب کود: 171299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171299/وردکو-کې-د-جګړې-له-امله-غزني-بریښنا-پرې-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com