دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 171306
په پام کې ده چې ددې اونۍ په بهیر کې څه باندې ۶ میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي
ددې اونۍ په بهیر کې د پولیو واکسین ټیمونه د هیواد په ۲۷ هغو ولایتونو کې په تیره بیا د کندهار او ننګرهار په ولایتو نو کې چې د پولیو د سرایت د لوړ خطر سره مخ دي، د ۶،۴ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومانو د واکسین کولو په موخه کور په کورو ګرځي. دغه کمپاین وروسته له هغې په لاره اچول کیږي چې د افغانستان په سویلي او ختيځه حوزو کې د پولیو یو شمیر مثبتې پيښې ثبت شوي دي. تیره اونۍ د کندهار په لویه ویاله سیمه کې د پولیو وروستۍ پيښه ثبت شوه چې له بده مرغه یو ۱۴ میاشتنۍ هلک ماشوم یې د تل لپاره فلج کړ. په دې پښې سره په ټول افغانستان کې په روان کال د پولیو دمثبتو پيښو شمیر ۱۴ پيښو ته او په سویلي حوزه کې ۹ پيښوته رسیږي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل: "  په افغانستان کې دا مهال د هرې زمانې په پرتله د پولیو د له منځه وړلو په خاطر هڅې ګړندی شوي دي. عامې روغتیا وزارت او د  هغې د  روغتیايي مرستندویه ادارې ټینګه ژمنه لري چې دا ناروغۍ له هیواده محو کړي. خو هغه څه ته چې په دې برخه کې مونږ  ډيره زیاته اړتیا لرو هغه د عام ولس لازمه همکاري او تعهد دی. که چیرې د ټولنې عام وګړي مونږ سره مرسته ونکړي، مونږ نشو کولای هر ماشوم ته د پولیو د ځان ژغورنکې واکسین سره رسیدګی وکړو.  کله چې کوم ماشوم د واکسین څخه پاتې شي، یقیناْ د دې ناروغۍ له اخته کیدو څخه خوندي نه پاتې کیږي. زه د ټولو کورنیو، میندو او پلرونو، د ټولنې مخورو، د جوماتونو ملاامامانو، د ښوونځیو استادانو، رسنیو خاواندانو او د قومي مشرانو څخه په درنښت غواړم چې د کمپاین پر مهال د واکسیناتورانو سره مرسته وکړي ترڅو هیڅ ماشوم د واکسین کیدو څخه بې برخې پاتې نشي او ټول ماشومان د واکسین په مټ ددې ناروغۍ په وړاندې وقایه او خوندي شي. یوځل بیا دا په ډاګه کوم چې د پولیو واکسین په بشپړه توګه خوندی دی او هیڅ کوم جانبي عوارض نلري. "
دغه کمپاین  د روان کال د تلي میاشتي له ۲ – ۶ نیټې پورې  دوام مومي. ټولې کورنۍ باید ځان ډاډه کړي چې ماشومان یې په کور کې حاضر او د واکسین کولو لپاره چمتو دي. د پنځو کالو کم عمره ټول ماشومان د نوي زیږیدلي، ناروغ، ویده او میلمه ماشومانو په ګډون ددې کمپاین په بهیر کې باید واکسین شي.  که بیا هم کوم ماشوم د واکسین کیدو څخه پاتې کیږي، د واکسین کولو په خاطر باید ژر تر ژره نیږدې روغتیا مرکز ته چې پکې په وړیا توګه ماشومانو ته واکسین تطبیقیږي، یوړل شي. نوي زیږیدلي او ناروغ ماشومان، دې واکسین ته لازیاته اړتیا لري، ځکه د هغوی د بدن مقاومت کمزوری دی او که چیرې واکسین نه شي، ډیر ژر په دې ناروغۍ اخته کیږي. د ماشومانو واکسین کول د کمپاین په هر پړاو کې ډیر زیات اړین دی، ځکه د ماشومانو د بدن معافیت او مقاومت ددې ناروغۍ په وړاندې د کمپاین په هر پړاو کې د واکسین کولو په مټ لوړيږي.
یو تن دیني عالم مولوی سمیع لله ریحان وایې: " د ماشومانو واکسین کول د هرې مسلمانې کورنۍ مسئولیت او مکلفیت دی. د اسلام سپیځلي دین وتلي عالمان او د دیني معتبره مراجع د افغانستان او د ټوله اسلامي نړۍ په کچه د پولیو په وړاندې د واکسین کولو د اهمیت په باب فتواګانې صادرې کړي دي. که چیرې کورنۍ خپل ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې د غفلت او ناروا شایعاتو په نتیجه کې واکسین نه کړي، په حقیقت کې د خپلو معصومو ماشومانو په حق کې د سترې جفا او ګناه مرتکب کیږي.
پولیو یوه دایمي فلج کوونکي او آن وژونکي ناروغۍ ده. دغه ناروغۍ درملنه نه لري او ددې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د خوندي کولو او وقایه کولو یوازنې خوندي او اغیزمنه لار،  واکسین دی. ټول مشومان د کمپاین په هر پړاو کې ددې ناروغۍ په وړاندې باید واکسین شي. د پولیو ضد واکسین کمپاینونو په لاره اچول د کور په کور په توګه یوازنۍ لاره ده چې مونږ د پولیو د له منځه وړلو هدف ته رسوي. ځکه په دې توګه مونږ کولای شو چې هر ماشوم ته لاسرسی وموندو. دغه کړنلاره په هغو هیوادونو کې چې پولیو یې ختمه کړې ده، تطبیق او پلي شوی دی.
افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هیوادونه دي چې په نړۍ کې تر اوسه هم د پولیو اندیمیک په توګه پاتې دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzf0f9yt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته