کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې چارواکي تر ۵۰۰ زیات وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 میزان 1397 ساعت 16:04



د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په اچین، نازیانو، چپرهار، خوږیاڼو، پچیراګام، هسکه مینه، غني خیل او بټي کوټ ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د ترسره شوو ۱۶۴ عملیاتو پٍه ترڅ کې ۳۸۰ وسله وال مخالفین وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه موده کې ۱۲۹ نور وسله وال ټپيان شوي او ۳۷۱ تنه ژوندي نیول شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې ګډو کورنیو ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د عملیاتو او پلټنو پر مهال ۲۲۵ میله بېلابېلې وسلې، ۲۳۴ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې، ۳۲ عرادې موټرې، ۲۶۳ د وسایطو ضد ماینونه او یو شمیر نور اړوند توکې کشف او تر لاسه کړي دي .
د ولایت مقام په وینا، په ورته وخت کې په یادو شپږو میاشتو کې د امنیه قوماندانۍ پولیسو له لورې ۱۴۳جنایي پېښې کشف شوي،چې په کې ۱۴ تنه د انسان تښتوونې،۶۸ تنه د قتل ۲۷ تنه د غلا او ۴۸ نور د لارې وهونکي تورن کسان هم نیول شوي دي .
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په یاده موده کې تر دیرش تنو زیاتو له مخالفت څخه لاس اخیستی او د سولې بهیر سره یو ځای شوي دي .
 


د مطلب کود: 171312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171312/په-ننګرهار-کې-چارواکي-تر-۵۰۰-زیات-وسله-والو-ته-د-مرګ-ژوبلې-اړولو-ادعا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com