دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 171338
کنړ ولایت کې ۵ تنه وسله وال وژل شوی
ویل کیږی، کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،  د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي نن ورځ په دی اړه ویلی دی، چی بهرنیو ځواکونو پرون، د یاد ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر داعشیانو هوايي برید کړی دی.
سرچینی زیاتوی، چې په یاد برید کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcipzazvt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته