دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۳
د مطلب کود : 171339
امریکا وچکالي ځپلو سره ۴۴ میلیون ډلرو مرستې ژمنه کړی
د امریکا متحده ایالتونو حکومت له وچکالي ځپلو سره د ۴۴ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.


په کابل کې د امریکا سفیر ښاغلي جان باس نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال له وچکالي ځپلو سره د ۴۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني او په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان استازی هم په دغه غونډه کې کړی و.
ښاغلي دراني وویل، چې دغه پیسې به له شاوخوا ۱،۴ میلیون زیانمن شویو کسانو څخه د ملاتړ او د خوراکي توکو او اولیه موادو رسولو ته زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه، چې حکومت به څه باندې ۶۰ زره مټریک ټنه غنم د خوړو نړیوال سازمان په واک کې ورکړي او د غنمو د پروسس، انتقال او د وېش په بهیر که هم له یاد سازمان سره همکاري وکړي.
بلخوا په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان استازی زالاتان ملسیچ وویل چې له تېر یو کال راهیسې له وچکالي ځپلو سره څه باندې نیم میلیونه مټریک ټنه غنم مرسته شوې ده او د مرستو دا لړی به دوام ولري.
 
https://avapress.com/vdcjtvevhuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته