دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۷
د مطلب کود : 171340
سولې شورا: زلمی خلیلزاد دی بین الافغانی سولې لپاره زمینه برابره کړی
د امریکا لخوا زلمي خلیلزاد ته د سولې د خبرو اترو د موضوع سپارل په افغانستان کې نوې هیلې پیدا کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان له اوسني وضعیت نه لازم درک لري نو په کار ده په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
د دې شورا منشي امین الدین مظفري په دی اړه وویل چې ښاغلی خلیلزاد د دې کار د ترسره کولو توان لري او باید کوښښ وکړي چې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.

نوموړي زیاته کړه:
"زما هیله دا ده چې هغوی وتوانېږي، نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي او په کور دننه هم داسې زمینې مساعدې کړي چې بین الافغاني مذاکراتو او خبرو اترو ته لار هواره شي."
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په دې وروستیو کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې اترو کې د امریکا استازيتوب کوي.
ښاغلی پامپيو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته په يوه پيغام کې ویلي چې زلمى خليلزاد به په افغان سوله کې د امريکا د سولې هڅې رهبري کوي او په دې اړه به کېدونکو غونډو او ناستو کې ګډون کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سولې د خبرو اترو د پرمخ بېولو لپاره زلمی خلیلزاد يوه غوره ټاکنه بللې او ویلي چې نوموړی به د افغانستان د سولې ماموريت په بریالیتوب سره پاى ته ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcba8b8grhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته