د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی ساپکو ویلی دی چی امریکا په لږ وخت کې ډير پیسی په افغانستان کې مصرف کړی دی او ددی پیسو ډیره برخه په دبی کې په مصرف رسیدلی دی او حتی کورونه په ویرجینا او انکوار کې رانیول شوی دی. امریکا هم په دی ځینو مالی فسادونو کې لاس درلودلی دی.
د افغانستان شفافیت دیدبان هم قبلوی چی هغوی لاسته راوړل شوی معلومات د سیګار ګزارش سره یوشان دی.
محمد ناصر تیموری، د افغانستان شفافیت دیدبان غړۍ وایی: په ډیرو برخو کې امریکا دولت او بین المللی شرکا د هغو کسانو سره چی صحیح امانت دار نه وو هغوی سره همکاری کړی او هغوی خپل قرارداد لوری ټاکلی دی او هغوی بی ځایه ګټی اخیستنې لپاره زمینه برابر کړی دی.
له بل لوری هم ځینی مجلس نمایندګان، امریکا ددی مرستو څخه نظارت نه کولو باندی مقصر او تورن بولی.
مخکې له دی هم دا اداره د امریکا ۲۸۰ میلیون ډالرو مرستو حیف او میل کیدو څخه نیوکه کړی وو چی باید د ښځو توانمند کیدو باندی مصرف شوی وای.
افغانستان حکومت حاضر نه دی په دی اړه کوم نظر ورکړی.
منبع: آریانا نیوز