کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په دوبی او بګرام کې امریکایی چارواکو سره لیدنه رد کړی دی

2 میزان 1397 ساعت 8:46

د طالبانو ویاند د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی ځینی ریپورتونه ددی ډلې او امریکا چارواکو لیدنې په بګرام او دوبی کې، په اړه حقیقت نه لری.



 
د طالبانو په اعلامیه کې راغلی دی، رسنۍ د نامعلوم سرچینو څخه په نقل سره دا خپور کړی دی چی ګویا اسلامی امارت ځینی مشران د امریکایانو سره په بګرام کې لیدنه کړي او ګویا دا سفر د کویته ښار څخه صورت نیولی دی!!؟
ذبیح الله مجاهد ددی لیدنې ردولو ترڅنګ ویلی دی چی د سیاسی فعالیتونو لپاره د اسلامی امارت سیاسی دفتر په قطر کې ټولو ته معلوم دی او نړیوال د امریکا په شمول کولای شی هلته اړیکه ونیسی.
د هغه په وینا څو ورځې مخکې مشابه خبر خپور شوی وو چی ځینی خلګ ځان د اسلامی امارت نمایندګان معرفی کړي په دوبی او امریکاکې د امریکایی چارواکو سره لیدلی دی، هغه راپور هم غلط وو.
 


د مطلب کود: 171363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171363/طالبانو-په-دوبی-او-بګرام-کې-امریکایی-چارواکو-سره-لیدنه-رد-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com