کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند پاکستان ته ستره ماتې ورکړه او افغان لوبډله د بنګله دېش په وړاندې ماتې ومنله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 میزان 1397 ساعت 10:49

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیایي جام سیالیو په لړ کې پرون پاکسان ته په ستر توپیر د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او افغان لوبډله د بنګله دېش په وړاندې د ۳ منډو په توپیر ماتې ومنله.



دا لوبه چې نن ماښام د افغانستان په سیمه ییز وخت ۴ بجې پیل شوه، پاکستاني لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهلو پرېکړه یې وکړه، چې په ۵۰ اوورنو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې هند ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.
خو د هندوستان لوبډله وتوانېده چې په ۳۹،۳ اوور کې د ۱ لوبغاړی په له لاسه ورکولو سره ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.
هندي لوبغاړي روحت شرما ۱۱۱ منډې، شیکر داون ۱۱۴ منډې، او رایودو ۱۲ منډې جوړې کړې.
بلخوا د بنګله دېش ملي لوبډله افغان لوبډلې ته د ۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه بنګله دېش لوبډله وګټله او لومړی یې منډې جوړولو پرېکړه وکړه، چې په ۵۰ اوورنو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.
خو د افغان لوبډله ونه شو کړای له بنګله دېشي لوري څخه ورته ټاکل شوی هدف (۲۵۰) جوړې کړای شي او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۶ منډې جوړې کړې
 


د مطلب کود: 171374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171374/هند-پاکستان-ته-ستره-ماتې-ورکړه-او-افغان-لوبډله-د-بنګله-دېش-په-وړاندې-ومنله

آوا
  https://www.avapress.com