دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 171374
هند پاکستان ته ستره ماتې ورکړه او افغان لوبډله د بنګله دېش په وړاندې ماتې ومنله
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیایي جام سیالیو په لړ کې پرون پاکسان ته په ستر توپیر د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او افغان لوبډله د بنګله دېش په وړاندې د ۳ منډو په توپیر ماتې ومنله.

دا لوبه چې نن ماښام د افغانستان په سیمه ییز وخت ۴ بجې پیل شوه، پاکستاني لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهلو پرېکړه یې وکړه، چې په ۵۰ اوورنو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې هند ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.
خو د هندوستان لوبډله وتوانېده چې په ۳۹،۳ اوور کې د ۱ لوبغاړی په له لاسه ورکولو سره ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.
هندي لوبغاړي روحت شرما ۱۱۱ منډې، شیکر داون ۱۱۴ منډې، او رایودو ۱۲ منډې جوړې کړې.
بلخوا د بنګله دېش ملي لوبډله افغان لوبډلې ته د ۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه بنګله دېش لوبډله وګټله او لومړی یې منډې جوړولو پرېکړه وکړه، چې په ۵۰ اوورنو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.
خو د افغان لوبډله ونه شو کړای له بنګله دېشي لوري څخه ورته ټاکل شوی هدف (۲۵۰) جوړې کړای شي او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۶ منډې جوړې کړې
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyzaz5t1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته