دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 171377
میدان وردګو کې د هوایي عملیاتو پرمهال پراخه مرګ ژوبله اوښتې

په میدان وردګو ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي عملیاتو په ترڅ کې نږدې اویا طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګو د والي ویاند، عبدالرحمان منګل یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له تیرې ورځې راهیسې عملیات روان دي چې په ترڅ کې يې تر دې دمه ۴۲ طالب وسله وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي منګل وویل چې دې عملیاتو کې د طالبانو یو زندان هم مات شوی چې پایله کې يې شل تنه سرتیري او ملکیان خوشې شوي دي.
د ویاند په خبره دې عملیاتو کې د جغتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او دوه نور قومندانان هم وژل شوي دي.
بله خوا، ځیني سرچینې وايي چې په دې عملیاتو کېولسي خلکو ته هم زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې ځیني خلک وایي چې په دغو عملیاتو کې ۱۲ ميرمنې هم وژل شوي دي، خو د میدان وردګو د والي ویاند دې عملیاتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله نه مني
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz8b8zrhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته