دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 171384
د بهرنیو چارو وزارت وزارت ۴۹ کار کوونکي منفک شول
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون او بهرنیو چارو وزارت په ګډه له بهرنیو چارو وزارت څخه نهه څلوېښت هغه کار کوونکي منفک کړل، چې لیسانس نه ول او شپاړس نور کار کوونکي یې د عمر د لوړ والي له کبله تقاعد شوي دي.

د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون وايي، چې له بهرنیو چارو وزارت څخه یې نهه څلوېښت کسان له دې کبله لیرې کړي، چې تحصیلي اسناد یې نه درلودل.  
د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د نوې کړنلارې له مخې به په دغه وزارت کې هغه کسان ګومارل کیږي، چې لوړې زدکړې ولري او له پېنځه نړیوالو ژبو څخه لږ تر لږه پر یوه یې خبرې وکړای شي.
د مشرانو جرګې د لوړوزدکړو کمیسیون مرستیاله لیلما احمدي وایي، چې له ډېرو کلونو راپدیخوا په بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې د اړیکو له مخې وې او وړتیاوو ارزښت نه درلود.
لدې مخکې پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې وي، چې ګواکي په دغه وزارت کې غیر مسلکي او د لوړ پوړیو چارواکو خپلوان پر دندو ګومارل شوي دي.
د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وایي، چې په خواشینۍ، چې دغه نیمګړتیا یوازې په بهرنیو چارو وزارت کې نده، بلکې ډېر وزارتونه دغه کمزوري لري. دا په دې معنا ده: هرڅوک، چې په هر وزارت کې وزیر شوی؛ قومي او شخصي ټاکنې یې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت اعلام کړې، چې په دغه وزارت کې د کارکولو لپاره د نړیوالو ژبو آزموینه اخیستل کیږي او هر هغه څوک، چې د لوړو زدکړو تر څنګ له پېنځه نړیوالو ژبو څخه پر یوه ژبه هم بشپړ پوه او خبرې پرې وکولی شي؛ په دغه وزارت کې پر دنده تر ګومارل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjovevxuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته