دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 171388
قریشي: طالبانو کې له خپل نفوذه په استفادې دوی د سولې خبرو ته کینوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وایي طالبان د افغانستان حکومت سره د سولې خبرو ته راکاږي.
قریشي چې له امریکايي چارواکو سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته تللی ددغه هیواد په سفارت کې یې یوې خبري ناسته کې ویلي چې له امریکا سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او دوی به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له امریکا سره همکاري وکړي.
قریشي ویلي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې زیاتې مالي او ځاني قربانۍ ورکړي او امریکا باید د پاکستان قربانیو ته درناوی وکړي.
هغه په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه یاده کړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان نوی حکومت به په افغانستان او سیمه کې د ټیکاو او امنیت ټینګښټ په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اوونۍ وړاندې کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت مشرانو سره په دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سولې ، د پولو امنیت ټینګښټ او ترهګرۍ پر ضد مبارزې خبرې وکړې.
ټاکل شوی چې قریشي د خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره هم لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په اوږدو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پاکستان ته ولاړ له دغه هیواد څخه یې وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ریښتنې همکاري وکړي او دا غوښتنه یې هم وکړه چې طالبان د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjf0fjyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته