دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 171392
د بدخشان د سروزرو کان او د بلخاب د مسو پروژې په اړه د ملي تداکرات کمېسیون پرېکړه
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون د وروستي غونډې په ترڅ کې د بدخشان د سروزرو کان پروژې او د سرپُل د بلخاب مسو پروژې د قرارداد ورکړه په پرنسیپ کې تأیید شوه.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د بدخشان ولایت د سروزرو کان د قرارداد او د سرپُل ولایت د بلخاب مسو پروژې قرارداد د ورکړې وړاندیز، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او څلورشپېتمه غونډه کې وشو، په پرنسیپ کې تأیید شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملي تدارکاتو کمېسیون ټینګار وکړ، چې د بدخشان د سروزرو کان او د سرپُل د بلخاب مسو پروژه کې د ګټو د تضاد په اړه دې د  (DLA Piper)  ډيلي پېپر شرکت ادعاوې، د افغانستان د روڼتیا سازمان له لوري د قوانینو په کمېټه کې وارزول شي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي شوي.
ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ملي شورا د مالي او بودجوي او اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان روڼتیا سازمان، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي څارونکي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او نړیوالو څارونکو هم حضور درلود.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3zazrt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته