دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 171395
افغان ځواکونو په فراه ولایت کې طالبانو ته سخت مرګژوبله اړولي
د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې افغان پوځ ادعا کوي چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ۴۶ غړي وژل شوي دي.

په لویدیځ کې د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د خاک سفید ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۴۶ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۲ موټرسایکلونه، ۵ عرادې ګاډي، او ۳۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فراه  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcb98b8srhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته