کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو په فراه ولایت کې طالبانو ته سخت مرګژوبله اړولي

2 میزان 1397 ساعت 15:44

د افغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې افغان پوځ ادعا کوي چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې طالبانو ۴۶ غړي وژل شوي دي.



په لویدیځ کې د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د خاک سفید ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۴۶ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۲ موټرسایکلونه، ۵ عرادې ګاډي، او ۳۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فراه  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 171395

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171395/افغان-ځواکونو-په-فراه-ولایت-کې-طالبانو-ته-سخت-مرګژوبله-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com