دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 171396
امریکا ته طالبانو خبرداری: سولې په تړاو ځینو حلقاتو جعلی او تزویری تماسونه سولې پروسی ته به زیان ورسوی
په افغانستان کې وسله والو طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړې چې د ځینو حلقاتو له لوري تزویري او جعلي هڅې او تماسونه د سولې لپاره روانو هلو ځلو ته زیان رسولی شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو مشرتابه هغه راپورونه ردوي چې ګواکې د طالبانو یو شمېر مشران له امریکایانو سره په بګرام کې لیده کاته کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو هیڅ کوم فرد یا پلاوي په بګرام کې له چاسره نه دي لیدلي.
مجاهد وویل ”څو ورځې وړاندې هم دې ته ورته خبر خپور شوی وو چې ځینو کسانو ځانونه د امارت د مشرانو نمایندګان معرفی کړي وو او په دوبۍ کې یې له امریکایانو سره لیدنه کړې چې هغه راپور هم کاملا غلط وو. “
هغه دا هم وویل ”د دې امکان شته چي بعضې مغرض اشخاص به دپيسو او ځينو نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د امریکایانو د تیرایستلو په غرض دغه ډول حرکات تر سره کوي او امریکایانو ته چې پخوا هم ډير ځله په دا ډول لومو کې نښتې په جعلي ډول ځان د امارت استازي ورپيژني؛ خو واقعیت دادی چې زموږ هر ډول سیاسي تماسونه به د سیاسي دفتر له لارې او د معلومو آدرسونو څخه وي. “
د طالبانو په بیان کې راغلي دي چې ”امریکايي لوری باید درک کړي چې دغه ډول تزویري او جعلي هڅې او تماسونه د ممکنه خبرو اترو اصلي پروسې ته هم جدي زیان رسولی شي. “
 
https://avapress.com/vdccosqse2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته