دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 171398
په افغانستان کې د ۵ اقتصادي ارزښتونو ارزونه کیږي
د سوداګرۍ خونې او د آلمان د پراختیايي ادارې لخوا د افغانستان د پېنځه اقتصادي ځنځیري ارزښتونو په وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په اړه سروي تر سره کیږي، چې شته ستونزو ته د حل لار پیدا شي.

په هغه ناسته کې، چې د سوداګرۍ او صنایعو خوني د مسوولینو ترڅنګ د هېواد د یو شمېر سکتوري بنسټونو له استازیو جوړه شوې وه؛ په کې د پېنځه ځنځیري ارزښتونو په وړاندې د ستونزو د حل پر لارو چارو بحث وشو.
دوۍ وايي، بادام ،غنم ،سبزيجات، لبنیات او چرګان پېنځه هغه ارزښتونه دي، چې پراختیایي څېړنه به پرې تر سره شي.
د سوداګري خونې غړی جلال الدین سعید وایي، دغه سروې اړینه ده؛ خو تل په دې برخو کي ستونزې ښکاره شوي، چې باید حل لارې هم ور ته رامنځته شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ اړوند مسوولین د خپلو اړوند چارو د غوره تنظیم په هڅه کې دي او هیله څرګندوي، چي په دې برخه کې باید د کرنې وزارت هم همکاري زیاته کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د کوچنیو تشبثاتو رییس جواد نوري وایي: مونږ د صاداراتو او تولیداتو د پراختیا لپاره هڅې پیل کړي  او په ځانګړي توګه د څرمنې او غالیو په برخه کې ډېر کار شوی دی.
د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي؛ مرستندویه هېوادونه باید پر هغو برخو زیاد کار وکړي، چې خلکو ته عملي او کاري زمینه رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو کار پوه حکیم الله صدیقي وایي، چې: دلته زیاتي مالي مرستې شوي؛ خو پر سروې لګول کیږي.
هغه زیاته کړې؛ مهمه داده، چې: پرهغو بنسټونو باید پانګونه وشي، چې هېواد او خلک پرې له اقتصادي بحرانه راووځي.
د یادونې وړده، چي د خصوصي سکتور استازیو په ځلونو دغه ستونزه له حکومت او سکتوري ادارو سره شریکه کړې؛ خو اوس هم دغو ستونزو ته حکومت حل لاره نده پیدا کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8zvjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته