کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې یوه سیمه ییز طالب قوماندان د خپل ماین ښکار شو

2 میزان 1397 ساعت 20:02

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالی په مربوطاتو کې یوه سیمه ییز طالب قوماندان د خپل ماین ښکار شو.



په ختېځ کې د ملي پوځ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالی ۲۸ مې ویالی په سیمه کې غوښتل چې یو کړی ماین په سراچه ډوله موټرکی انتقال او د جلال آبا تورخم په لویه لاره کې یي د ورانکارو فعالیتونو په موخه ځای پرځای کړي چې له نیکه مرغه یاد ماین پرې د انتقال پر مهال چاودنه ترسره کړې چې په ترڅ کې یې د احمدشاه په نوم د وسلوالوطالبانو یو تن قوماندان وژل شوی او ۲  تنه نور جګړه ماران یي ټپیان شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږي.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 


د مطلب کود: 171420

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171420/په-ننګرهار-کې-یوه-سیمه-ییز-طالب-قوماندان-د-خپل-ماین-ښکار-شو

آوا
  https://www.avapress.com