دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 171456
د غزني ولایت د اداري تشکلاتو په اړه د ولسمشر غني لارښوونې
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د غزني ولایت پر ادارې او امنیتي وضعیت د بحث لپاره پرون ماښام په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي، چې لومړۍ درجې ولایت ته د غزني ارتقا ته په کتو دې په دغه ولایت کې د ټولو ادارو تشکیل لومړۍ درجې ته لوړ شي.
جمهوررئیس لارښوونه وکړه، په غزني کې د دویمو واحدونو د ادارو د ودانیو کمپلکس دې جوړ شي، ځکه د هغه په خبره اوسنۍ ودانۍ د لومړۍ درجې واحدونو ظرفیت نه لري.
هغه وویل، غزني ولایت او خلکو ته یې د جنګ پر مهال زیات زیانونه اوښتي اوس د دې فرصت دی چې د ټولو ادارو په اړه بیړني ګامونه واخیستل شي او هغه ژمنې چې د غزني خلکو سره شوي، عملي شي.
ولسمشر غني څرګنده کړه، د غزني ولایت بالاحصار به په یو نمونه يي ځای بدل شي وې ویل، د غزني ولایت اوسېدونکو او ښځو لپاره باید د کار او د امن فضا شرایط چمتو شي.
د ارګ ماڼی د خبرپانې له مخې، په دغه غونډه کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال انجنیر محمدخان هم د غزني ولایت د وضعیت د ښه والي په خاطر وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjivevmuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته