کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوایی بریدونو له امله د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندیښنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1397 ساعت 12:24


  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په روان کال کې په افغانستان کې د هوایې بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي، چې وروستۍ پېښه د باوري رپورټونو پر بنسټ د شنبې په ورځ ناوخته د کاپیسا ولایت کې رامنځته شوه.

د سپتمبر په ۲۲مه یوناما ګڼ شمېر تورونه ترلاسه کړل چې هوایي برید د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په بډرب سیمه کې د یوه ښوونکي کور ته زیان واړوه، چې په ترڅ کې یې د څلورو ماشومانو او درې میرمنو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ووژل، او د درې میرمنو په ګډون ډېر شمېر نور ټپیان شول. د برید ټول قربانیان د نیا، نیکه او ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې د دوه او دولسو کلونو تر منځ وه، د یوې کورنۍ څخه وو. د بلې کورنۍ له شپږوغړو څخه پنځه یې چې ښځې او ماشومان پکې ول، د کور د ویجاړېدو له امله ژوبل شول.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دولت پلوي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو خلاف عملیات وکړل. تر اوسه روښانه نه ده چې آیا برید د نړیوالو نظامي ځواکونو یا افغان هوايي ځواک له لوري ترسره شوی. یوناما له دواړو ادارو سره په اړیکه کې ده او د روانې خپلواکې پروسې د یوې برخې په توګه یوناما د داسې پېښو په اړه واقعیتونه راټولوي او له دواړو لورو سره یې د دادخواهي په پار شریکوي تر څو په راتلونکو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي د اقداماتو لپاره ترې ګټه واخلي.
یوناما په شخړه کې ښکیلو خواوو ته یادونه کوي چې ملکي وګړي له زیان څخه وژغوري، او ټینګار کوي چې د شخړې ټول اړخونه باید د ملکي وګړو د ساتنې په خاطر د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له لوري راجع مسؤلیتونو ته په پام ممکن اغېزمن ګامونه واخلي. یوناما همدا شان د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو په رامنځته کونکو مسؤلو خواوو غږ کوي چې د پېښو د خپلواک، بېپرې، رڼو او اغیزمنو څېړنو ډاډ ورکړي.
د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، یوناما د هوايي بریدونو له امله ۳۵۳ ملکي تلفات (۱۴۹ مړه او ۲۰۴ ژوبل) مستند کړي، چې د ۲۰۱۷ کال د ورته مودې څخه ۵۲ سلنه زیاتوالی ښیي. دا د اندیښنې وړ ده چې د ټولو هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو نیمایي څخه زیاته برخه میرمنې او ماشومان جوړوي. دې ماموریت د هوایې بریدونو ۵۲ سلنه د افغانستان هوايي ځواک ته، ۴۵ سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو ته، او پاتې نور ۳ سلنه ناپېژندل شوو دولت پلوه ځواکونو ته منسوبه کړې. د افغانستان په شخړه کې د روان کال د لومړي نیماې د ملکي تلفاتو نږدې اووه سلنه هوایي عملیاتو ته منسوب شوی.
یوناما حکومتي ځواکونو ته مخکینۍ غوښتنه تکراروي چې د تلفاتو راکمونکو او تاوان پریکونکو اقداماتو د تضمین لپاره د ځانګړو پروټوکولونو تعهداتو ته ژمن واوسي.
یوناما د ۲۰۱۸ د نیمایي کال د ملکي وګړو د ساتنې رپورټ د خپرېدو راهیسې، دغه ماموریت د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو زیاتیدونکي شمیرې ثبتوي.


د مطلب کود: 171467

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171467/د-هوایی-بریدونو-له-امله-ملکي-تلفاتو-زیاتوالي-په-اړه-اندیښنه

آوا
  https://www.avapress.com