دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 171479
برښنا شرکت او عزیزي بانک د انلاین تحویلۍ د خدمتونو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان برښنا شرکت له عزیزي بانک سره د برښنا د انلاین بیل د تحویلي خدمتونو تړون لاسلیک کړ.

د برښنا شرکت ویاند وحید توحيدي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه سېستم له مخې، هغه کسان چې په عزیزي بانک کې پیسې ولري، د موبایل له لارې کولای شي چې د برښنا بيلونه اجرا کړي.
دی وايي چې د دې سېستم له مخې، باید پیرېدونکی د برښنا د بيل نمبر سېستم ته داخل کړي چې له مخې به يې له بانکي حسابه د برښنا لګښت ترې وګرځول شي.
ښاغلی توحيدي وايي چې دا د برښنا د بيل د تحویلۍ لپاره یو ښه سېستم دی چې د برښنا شرکت پیرېدونکو ته به ډېر سهولتونه رامنځته کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefz8zojh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته