دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 171480
اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله پرون دوشنبه پر سیمه ییز وخت له غرمې وروسته د امریکا په نیویارک ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ولیدل.
دغه لیدنه د م.م د ۷۳ کلنۍ ناستې په څنډه تر سره شوې ده.  
د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو په داسې حال کې پر غوره اړیکو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډه مبارزه ټینګار څرګند کړ، چې درې ورځې مخکې پر ایراني پوځ وسلوال برید تر سره شوی، چې په کې لسګونه پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او پړه یې هم د داعش جنګیالیو پر غاړه اخیستې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو پر هر اړخیز هوکړه لیک د ټینګار تر څنګ له چاه بهار بندره پر ګټه پورته کولو، تر پولې د اوسپنیزې کرښې پر غزولو او پر پوله د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې اترې کړي دي.
د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ تېره ورځ  یو افغان پلاوی د م.م ملتونو په عمومي غونډه کې د برخه اخیستلو لپاره، امریکا ته په رسمي سفر تلی دی. په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرام خپلواک هم شته.
 
https://avapress.com/vdcg7q9qzak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته