کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان نن خپله وروستۍ لوبه د هند په وړاندې ترسره کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1397 ساعت 14:53

د اسیا کپ په سیالیو کې افغانستان نن سې شنبه خپله وروستۍ لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کوي.



د دغه سیالیو د دوهم پړاو په لوبو کې افغانستان خپلې دواړه لوبې په پاکستان او بنګله‎دیش بایللي او که د نن ورځې لوبه وهم ګټي، نو د مخکې تګ چانس يې نشته.
هندوستان چې اوس مهال د روانو سیالیو په جدول کې لومړی ځای لري او پایلوبې ته يې لاره پیدا کړي.
سبا بنګله‎دیش او پاکستان لوبه لري او ګټونکې لوبډله به‎يې د روانې میلادي میاشتې په اته ویشتمه له هندوستان سره په پایلوبه کې مخامخ شي.
د اسیا کپ دا سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته کېږي، په ۱۹۸۴ میلادي کال کې پیل شوي او تردې دمه ۱۳ وارې ترسره شوي دي.
هندوستان شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه واره د دغه سیالیو اتلولې ګټلې ده.
د ۲۰۱۸ میلادي کال د اسیا جام د کرکټ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه پیل شوي او په ۲۸مه به يې پای ته ورسېږي.
 


د مطلب کود: 171483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171483/افغانستان-نن-خپله-وروستۍ-لوبه-د-هند-په-وړاندې-ترسره-کوي

آوا
  https://www.avapress.com