دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 171486
افغانستان ملی لوی ائتلاف دوه مهم غوښتني د ټاکنو په اړوند ومنل شو
د افغانستان ملی لوی ائتلاف اعلان کړي چی ددی ائتلاف دوه لوی غوښتنی چی یو د بایومتریک څخه ګټه اخیستنه په پارلمانی ټاکنو کې دی او بل د ګوندونو نظارت د ټاکنو پروسی څخه دی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوری منل شوی دی.
 

دا ائتلاف اعلان کړ: ددی دوو غوښتنو منل کیدو سره د حکومت او ټاکنو کمیسیون له لوری، ددی ائتلاف غړی اجازه ورکوی ترڅو د کمیسیون ولایتی دفاتر خلاص شی.
ددی ائتلاف په اعلامیه کې راغلی دی: خوشبختانه ملی وحدت حکومت او ټاکنو خپلواک کمیسیون د خلګو غوښتنو په اساس، راتلونکی ټاکنو کې بایومتریک تکنالوژی څخه ګټه اخیستنې او ددی پروسی څخه ګوندونو نظارت باندی تصمیم نیولی دی.
دا ملی ائتلاف خپل اعتراضی حرکت درولي خو حکومت او ټاکنو کمیسیون ته خبرداری ورکړي چی که چیری د بایومتریک میکانیزم ددی ائتلاف سره شریک نه شی، بیرته خپل مدنی حرکتونو ته به ادامه ورکړی.
د رای ورکوونکو بایومتریک ټاکنو ورځ کې، ټاکنیز نظام بدلون او سیاسی ګوندونو صحیح نظارت د ټاکنو پروسی څخه د ګوندونو او سیاسی جریانونو اصلی غوښتنو څخه دی.
ددی غوښتنو په ځواب کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد د سنبله په ۲۸ اعلان کړ چی کمیسیون په هڅه کې دی رای ورکوونی په ورځ کې، رای ورکوونکې بایومتریک شی.
 
https://avapress.com/vdcc4sqse2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته