دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 171487
۸ تنه انسان قاچاقبران په نیمروز ولایت کې نیول شوي
د نیمروز سیمه ایز چارواکې د هیواد په لویدیځ کې وایی چی اته تنه انسان قاچاقبران د امنیتی ځواکونو له لوری په دی ولایت کې نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ولی احمد صریح، د نیمروز پولیسو ویاند وایی چی دا کسان قصد درلود ۳۰۰ تنه د قاچاق له لاری ایران هیواد ته ولیږدوی.
ښاغلی صریح زیاته کړه چی ځینی قاچاقبران تیښتی باندی بریالی شوی خو هغوی نیولو لپاره څیړنې روان دی.
د نیمروز ولایت د هیواد په لویدیځ کې د ایران او پاکستان هیوادونو سره هم مرزه دی.
په دی حال کې فقر، بیکاری او ناامنی د هغوی اصلی لاملونو څخه دی چی افغانستان ډیر اوسیدونکې د قاچاق له لوری همسایه هیوادونو بالخصوص ایران ته ځی.
 
https://avapress.com/vdcdjf0f5yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته