کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپیدار: فساد سره مبارزی لپاره میکانیزمونه رامنځته شوی دی

3 میزان 1397 ساعت 15:31

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش جان سوپکو په ځواب کې وايي چې اوس په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مهم اقدامات شوي دي.



اجرائیه ریاست د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش جان سوپکو دا څرګندونې تأییدوي چې د نړیوالو مرستو یوه برخه حیف او میل شوې، خو وايي چې اوس د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره میکانیزمونه رامنځته شوي دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امېد میثم په دی اړه وویل چې ښه جوړښتونه رامنځته شوي او هڅه کېږي چې مرسته شوې پیسې په کامل شفافیت سره په افغانستان کې مصرف شي.
هغه وویل:
"اوس د حکومت د رهبرۍ په کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اراده شته، د لومړي ځل لپاره د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې کړنلارې شاهد یوو او همدا راز د عدلي او قضايي مرکز په څېر بنسټونه او جوړښتونه رامنځته شوي دي او موږ هڅه کوو چې نړیوالې مرستې په شفافه توګه مصرف شي او کومې ستونزې چې په تېر کې وې، د هغې مخه ونیول شي."
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې د مرستې یوه لویه برخه د جنګسالارانو په ګټه تمامې شوې دي.
ښاغلي سوپکو له یوې کاناډايي رسنۍ سره په خبرو کې که څه هم د چا نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې له افغانستان سره مرسته شوې پیسې یا هم د دُبۍ بانکونو ته انتقال شوي او یا د لوکسو کورونو او موټرو په پیرولو مصرف شوې دي.
جان سوپکو وايي چې د امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو بې حسابه مرستو او په افغانستان کې د یو نظارتي سېستم نه موجودیت په دې هېواد کې اداري فساد ته پراختیا ورکړې ده.
هغه له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې تر هغه وخته چې په دغه هېواد کې د نړیوالو مرستو د مصرف په هدف یو لازم سېستم نه وي جوړ شوی، باید خپلې مرستې وځنډوي.
له بله خوا د اقتصادي چارو افغان کارپوه عبدالله واحدیار وايي چې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو ځنډول یا کمول نه شي کولای چې دلته د فساد مخه ونیسي.
نوموړی د افغانانو فقر او د نړیوالو د مرستو اړتیا ته په کتو وايي چې یادې مرستې باید دوام پیدا کړي، خو د فساد د مخنیوي لپاره باید یو میکانیزم رامنځته شي.
 


د مطلب کود: 171490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171490/سپیدار-فساد-سره-مبارزی-لپاره-میکانیزمونه-رامنځته-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com