دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۵۳
د مطلب کود : 171516
کندهارولایت کي افغان ځواکونو عملیاتو کړي
ویل کیږی، هلمند او کندهار ولایتونو په سرحدي سیموکې د افغان ځانګړو ځواکونوعملیاتوکړی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند څارن غورځنګ افریدي نن ورځ په دی اړه ویلی دی، چې یاد بریدونه پرون پیل او د سی شنبی تر ورځې سهار پورې یې دوام درلود.
هغوی وایی، یاد عملیاتو ددغه ولایت د میوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټېنر بازار په سیمو کې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو طالبانو په ۸ مرکزونو تر سره شوي دي.
د دوی په وینا، په دغه عملیاتو کې ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ژوندي نیول شوي دي.
سرچینی وایی، په دغه بریدونو کې د قاطع ماموریت هوايي ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره برخه اخیستې.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcgqq9q3ak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته