کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارولایت کي افغان ځواکونو عملیاتو کړي

4 میزان 1397 ساعت 6:53

ویل کیږی، هلمند او کندهار ولایتونو په سرحدي سیموکې د افغان ځانګړو ځواکونوعملیاتوکړی دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند څارن غورځنګ افریدي نن ورځ په دی اړه ویلی دی، چې یاد بریدونه پرون پیل او د سی شنبی تر ورځې سهار پورې یې دوام درلود.
هغوی وایی، یاد عملیاتو ددغه ولایت د میوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټېنر بازار په سیمو کې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو طالبانو په ۸ مرکزونو تر سره شوي دي.
د دوی په وینا، په دغه عملیاتو کې ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ژوندي نیول شوي دي.
سرچینی وایی، په دغه بریدونو کې د قاطع ماموریت هوايي ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره برخه اخیستې.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 171516

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171516/کندهارولایت-کي-افغان-ځواکونو-عملیاتو-کړي

آوا
  https://www.avapress.com