دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 171552
په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې یو نوماند ووژل شو

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي ولسي جرګې ته نوماند محمد ناصر مبارز تېره شپه ناوخته د ناڅرګندونو وسله والو په برید کې وژل شوی.

د کندهار ولایت په یوه بیان کې ویلي، چې مدني فعال او د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ولسي جرګې ته خپلواک نوماند محمد ناصر مبارز تېره شپه د دوهمي امنيتي حوزې اړوند د خاد کوڅې ته څېرمه د وسلوالو مخالفینو لخوا د يوه چرکي بريد په پايله کي په شهادت ورسېدی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي ”دا په داسي حال کي ده چي وسلوال مخالفين مو وخت پر وخت با استعداده او تنکي ځوانان له منځه وړي ترڅو خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، خو د دې هېواد هر ځوان د مبارز غوندي باشهامته، د ښه استعداد خاوند او پر خاوره او خلکو مين ځوان دی. “
تر اوسه کوم چا یا ډل د برید مسئولیت په غاړه نه د اخیستی.
کندهار د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کندهار ولایت  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnq9qxak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته