کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ملی امنیت سلاکار ایران پلازمېنې تهران ته ورسید

4 میزان 1397 ساعت 15:55

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ښاغلی ډاکټر حمدالله محب د يوه پلاوي په مشرۍ د ايران پلازمېنې تهران ته ورسيد.



د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلی محب به ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د سيمې د پنځو هېوادونو د ملیي امنيت د سلاکارانو په کچه په يوه ورځنۍ امنيتي غونډه کې برخه واخلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې پر افغانستان او ايران سربيره د هند، چين او روسيې د ملي امنيت سلاکاران هم ګډون لري.
د ملي شورا د دفتر له مخې، د دې يو ورځنۍ امنيتي ناستې په ترڅ کې د سيمې په کچه له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره پر مشترکه مبارزه په خاص ډول له داعش سره د ګډې مبارزې پر څرنګوالي خبرې کيږي.
ټاکل شوې ده چې د ملي امنيت سلاکار، د ناستې په څنډه کې د ناستې د برخه والو هېوادونو د ملي امنيت له سلاکارانو سره پر مهمو ستراتيژيکو موضوعاتو جلا ناستې هم ولري.
 


د مطلب کود: 171564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171564/افغانستان-ملی-امنیت-سلاکار-ایران-پلازمېنې-تهران-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com