کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې یو خونړیز برید څخه مخنیوی وشو

4 میزان 1397 ساعت 15:58

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي د سره رود ولسوالۍ مارغونډۍ سيمه کې د ملي امنيت موظفينو د وسله والو طالبانو په يو پټن ځای کې لس کړۍ ماينونه کشف او لمنځه وړي دي.



د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو پلان درلود، چې دغه ماينونه جلال اباد ښار ته وليږدوي په مهمو ځايونو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې رامنځته کړي؛ خو موخې له رسيدو وړاندې يې ياد پلان شنډ کړای شو.
د سرچينې په وينا ماينونو ته په سيمه کې چاودنه ورکړل شوې، د پلان او ماينونو جوړونکي او ليږدونکي تر څارنې لاندې دي، چې ډېر ژر به ونيول شي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږي.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 


د مطلب کود: 171565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171565/په-ننګرهار-کې-یو-خونړیز-برید-څخه-مخنیوی-وشو

آوا
  https://www.avapress.com