دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۲
د مطلب کود : 171582
کابل ښارکې ۹ تنه وسله وال نیول شوی
ویل کیږی، ملي امنیت ریاست کابل ښار کې د وسله والو طالبانو د ۹ غړو نیولې دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت ریاست نن ورځ په یوه خبر شوی په خبرپاڼه کې څرګندوی، د یاد وسله والو دغه غړي په څو عملیاتو کې نیول شوي دي.
سرچینی زیاتوی، نیول شویو کسانو  د کابل په بېلابېلو برخو کې په ترهګریزه فعالیتونو بوخت و، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ونیول.
په خبر پانه کي ویل شوی، نیول شویو کسانو د سړک د غاړې په ماین اېښودلو، کمین نیولو او د حکومت خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ د لارې په اړه معلومات ټولول.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcjovev8uqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته