د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ناټو مشر او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په ړه خبرې وکړې
4 میزان 1397 ساعت 20:51
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
ناټو په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي سټولټنبرګ او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د لویدیځ بالکان او د افغانستان د امنیي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د ناټو په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.
ښاغلي سټولټنبرګ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالتونو نیویارک ښار ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې ښاغلي سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه غونډه کې وینا وکړي.
د ناټو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ښاغلي سټولټنبرګ به په خپل وینا کې د ترهګرو پر ضد د مبارزې او ناټو پر رول خبرې وکړي.
د مطلب کود: 171584