افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کندز د امنیتي وضعیت د څېړلو په هدف نن دغه ولایت ته تللی دی.
ولسمشر غني غزني ولایت ته لاړ
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1397 ساعت 11:33
افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کندز د امنیتي وضعیت د څېړلو په هدف نن دغه ولایت ته تللی دی.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې د غزني ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره لیده کاته ولري.
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د هېواد لومړی مېرمن هم له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې ملتیا کوي.
د ارګ ماڼ په خبرپاڼه کې راغلي دي ”د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د غزني ولايت د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولايت ته ورسېد. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهور رئیس غني به ددغه سفر په ترڅ کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن يې هم ملتيا لري، له علماو او متنفذينو، د ښوونځيو او پوهنتونونو له استادانو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې له غړو سره د ځانګړو ناستو ترڅنګ په لويه مردمي غونډه کې هم ګډون وکړي
د مطلب کود: 171606