کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او اروپا تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1397 ساعت 13:35



د افغانستان او اروپا تر منځ د سوداګریزو توکو د صادراتو هوایي دهلیز نن د پنجشنبې پر ورځ ( تلې ۵ مه) په کابل کې پرانیستل شو.

د دغه دهلیز د پرانیستې په لومړۍ ورځ کې، ایټالیا او پولنډ هیوادونو ته ۱۲ ټنه قرقل، درې ټنه انګور او اته ټنه قالینې ولیږدول شوې.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي، سږ کال د افغانستان په صادراتو کې ۳۲ فیصده زیاتوالی راغلی چې عمده دلیل یې د هوایي دهلیزونو جوړیدل دي.
د دغه وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحمیزي وویل
"کله چې نن د هند په سترو بازارونو کې د افغانستان زراعتي محصولات پیدا کیږي، دا ددې ښکارندوې دی چې د افغانستان حکومت له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي".
د اروپایي اتحادیې د سفیر مرستیال اندرس فیچرهم د افغانستان او اروپا ترمنځ د هوایي دهلیز له پرانیستې هر کلی وکړ او دا یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ټینګیدو کې مهمه ګام وباله.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه وایي، چې تیر کال د افغانستان ۴۷ زره ټنه وچه او تازه میوه هند ته صادر شوې ده.
د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي زیاته کړه چې افغانستان صادرات هر کال یو میلیون ټنو ته رسیږي.
"موږ هر کال په ټولو اجناسو کې یو میلیوڼ ټنه صادرات لرو، ۳ نیم زره یا ۴ نیم زره ټنه، په یو میلیون ټنه کې ډیر ناچیزه دي د همدې هوایي کواریډور له امله د افغانستان مالونه د لومړي ځل لپاره وروسته له ۱۳۷۱ ام کاله چې ۳۰ کاله کیږي د لومړي ځل لپاره زموږ قره قل اروپا ته ځي".
ښاغلي الکوزي زیاته کړه هوایي دهلیزونو د افغانستان په صادراتو ډیر اغیز کړی، چې تیر کال د دغه هیواد د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته رسیده.
افغانستان له هند سره تیر کال د کابل ـ دهلي، کابل ـ ممبی او کندهار ـامرتسر ښارونو تر منځ هوایي دهلیزونه پرانیستي وه.
له هند ور ها خوا افغانستان له ترکیې او قزاقستان سره هم هوایي دهلیزونه پرانیستل.
د صنایعو او سوداګرۍ خونه وایي، چې درې واړو هیوادونو ته د هوا له لارې د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۲ زره ټنه صادرات شوي.
 


د مطلب کود: 171622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171622/افغانستان-او-اروپا-تر-منځ-هوایي-دهلیز-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com