کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترهګرو پر ضد د اقداماتو په اړه د افغانستان له ګاونډیانو څخه د عبدالله غوښتنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1397 ساعت 14:12



د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان له ګاونډیانو غوښتې چې د ترهګرو د امن ځایونو پر خلاف جدي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي عبدالله تېره شپه د ملګرو ملتونو درې اویایمې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان ګاونډيان دې له افغانستان سره همکاري وکړي او د ترهګرو ډلو امن ځایونه لمنځه یوسي.
هغه زیاته کړه، چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرو پر ضد واحده مبارزه وکړي او هغه ځایونه چې ترهګرې ډلې په کې پناه اخیستې ده بند کړي او تېري کوونکي دې محاکه کړي او یا یې له خپلې خاورې وشړي.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس په وینا، د مثبتو نتایجو د ترلاسه کولو لپاره افغان حکومت د سیمې او په نړی په کچه خپلې همکاری ته دوام ورکوي.
خو ښاغلي عبدالله وایي تر اوسه په دې برخه کې اغیزمن ګام نه دی پورته شوی.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي دي.
امریکایي چارواکو هم تردې مخکې ویلي و چې وسله وال طالبانو او د حقاني شبکې اړوند مشران د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري
 


د مطلب کود: 171624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171624/د-ترهګرو-پر-ضد-اقداماتو-په-اړه-افغانستان-له-ګاونډیانو-څخه-عبدالله-غوښتنه

آوا
  https://www.avapress.com