کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ضیاالحق امرخېل د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 میزان 1397 ساعت 14:57


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخواني مشر او د اوسنیو پارلماني ټاکنو له وروستي نوملړه لیرې شوی نوماند ضیاالحق امرخېل په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار ټاکل شوی دی.
ښاغلی ضیاالحق امرخېل د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له هغې وروسته، چې د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرایۍ ټاکنیزې ډلې درغلیو ته د زمینې پر برابرولو تورن وپېژانده؛ له خپلې دندې استعفا ورکړه.

په دې وروستیو کې ښاغلي امرخېل پارلماني ټاکنو ته ځان ثبت او نوماند کړ؛ خو ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون یې نوماندي رد کړه او له اړوند نوملړه لیرې شو.

نوموړي اجرائیه رییس تورن کړ، چې په پارلماني ټاکنو کې د هغه د سیالۍ خنډ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هغه مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس هم د ارګ لخوا د مشرانو جرګې د غړي په توګه دې جرګې ته ورپېژندل شوی دی. 


د مطلب کود: 171629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171629/ضیاالحق-امرخېل-د-ولسمشر-اشرف-غني-ستر-سلاکار-شو

آوا
  https://www.avapress.com