کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاپیسا کې ۲۵ وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

5 میزان 1397 ساعت 15:32

د افغانستان په ختېځ کې د پوخ ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې شاوخوا ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د سیلاب قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د قهرسیلاب درې نمبر (۱۱) ګډ جګړه ییز او چاڼیزعملیات د کاپیساولایت د تګاب ولسوالی اړونده سیمو کې د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ، نوموړي سیمې د وسلوالو مخالفینو او ترهګرو ډلو له شتون څخه د پاکولو او د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې انتخاباتو ته د زمینې برابرولو په موخه د ملي اردو، د ملي اردو ځانګړو ځواکونو (کمانډو)، ملی پولیسو، سیمه ییز پولیسو، عامه نظم قواوو او د ملي امنیت منسوبینو په شمول د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی په مشرۍ د هوایي اوتوپچی قواوو په ملاتړ سره په ۳۱/ ۶/۱۳۹۷ نیټه پیل شوي ول چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴ تنه نور یي ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې ۳ تنه د وسلوالو طالبانو قوماندانان هر یو اعجازالحق مشهور په اسامه، قاري حشمت او عبدالرحمن اوهمداشان د تګاب ولسوالی لپاره د هغوی نومول شوی ولسوال قاري نظافت الله «حقانی» هم شامل دي.
د سیلاب قول اردو په وینا، همداراز ۱ تن وسلوال طالب ژوندي نیول شوی، ۷ کړی ډول دول ماینونه کشف او شنډ شوي او د بدراب ، غیرت خیل ، الماس خیل ، اخندصاحب ، ګل زړه ، اکاخیل ، ملاخیل ، شیخ الاسلام ، لوی جومات اولغمانۍ لوی کلی دوسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې دي چې د تصفیې او تلاشي پر مهال یې ۱ میل کره بین ټوپک، ۱ قبضه لاسي تفنګچه، ۱ پایه کمره، ۱ صوب د امارت جمپر او یوه اندازه مهمات د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په یادو عملیاتو کې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته کوم مالي او ځاني زیان ندې اوښتې.
 


د مطلب کود: 171633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171633/کاپیسا-کې-۲۵-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com