کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طیب اردوغان د جرمنی سره ښو اړیکو غوښتونکې دی

5 میزان 1397 ساعت 15:52

قرار دی نن د ترکیی ولسمشر طیب اردوغان برلین کې د جرمنی چارواکو سره خبری وکړي.



دا سفر په‎داسې حال کې کېږي چې ښاغلي اردوغان پرون په يوه مقاله کې چې د يوې جرمنۍ ورځپاڼې ويب‎پاڼې خپره کړې، له جرمني سره د اړيکو ښه کولو غوښتنه کړې ده.
د ترکيې ولسمشر له جرمني غوښتنه وکړه چې په امريکا کې د دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن غورځنګ د تروريستي سازمان په توګه په رسميت وپېژني.

انقرې تور لګولى چې ښاغلي ګولن د ٢٠١٦میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دا تور رد کړى دى.
رجب طيب اردوغان د جرمني د فرانکفورتر الګیماينه څیتونګ ورځپاڼې په ويب‎سايټ په يوه مقاله کې ويلي، د ناټو دوه غړي هېوادونه ترکيه او جرمني باید د يوې بې‎باکانه تجارتي جګړې د مخنيوي لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو «د غيرمسوولانه پاليسيو» مخه ونیسي.

اردوغان ليکلي:
تمه لري چې جرمني به د ده د هغې مبارزې ملاتړ وکړي چې د ګولن د غورځنګ ترڅنګ يې د کُردانو د ممنوعه کارګر ګوند «PKK» په وړاندې پيل کړې ده.
د ترکيې ولسمشر ويلي، هيله‎مند دى د جرمني او ترکيې په خرابو شويو ډيپلوماتيکو اړيکو کې نوى فصل پرانېستل شي.
په جرمني کې تر ٣ میليونو ډېر په خټه ترکان ژوند کوي.
ځينې کسان فکر کوي چې جرمني ته د ښاغلي اردوغان سفر به د انقرې او برلين ترمنځ په اړيکو کې موجود کړکېچ زيات کم نه‎کړي.

د ترکيې ولسمشر "د جرمني د توقعاتو" په نوم په خپله مقاله کې ليکلي:
"دا زموږ مسووليت دى چې په معقول ډول خپلې اړيکې د ګډو ګټو پر اساس مخکې بوځو."
د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل وياند سټيفن سايبرت د چهارشنبې په ورځ ويلي وو:
"ترکيه زموږ لپاره يوه مهمه شريکه او د اروپا لپاره ځانګړې متحده ده."
په پام کې ده د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن پنجشنبه په برلين کې له جرمني او نورو اروپايي رهبرانو سره بحثونه وکړي.
دا په‎داسې حال کې ده چې د امريکا له متحدو ايالتونو سره د اړيکو محدوديت، د ډالرو په وړاندې د ترکيې د پولي واحد يعنې لېرې ارزښت خورا کم کړى دى.
د ترکيې او جرمني اړيکې د ٢٠١٦میلادي کال تر ناکامې کودتا وروسته د هغه څه له کبله چې اردوغان ځپونکى او مستبدانه رول بلل شوى، ترينګلي شوې دي.
تېرميلادي کال له برلين سره د اړيکو د خرابۍ پر مهال ښاغلي اردوغان د جرمني عمده ګوندونه د ترکيې دښمنان بللي وو او په برلين کې يې چارواکي تورن کړي وو چې د نازيانو غوندې عمل کوي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د اردوغان دغه څرګندونې غندلې وې.
 


د مطلب کود: 171636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171636/طیب-اردوغان-د-جرمنی-سره-ښو-اړیکو-غوښتونکې-دی

آوا
  https://www.avapress.com