دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۱
د مطلب کود : 171645
ټاکنو خپلواک کمیسیون راتلونکې ټاکنو لپاره ۴۴۰۰ بایومټریک پېژندنې وسیلی تلاسه کړي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د راتلونکو انتخاباتو لپاره د بایومټریک پېژندنې ۴۴۰۰ دستګاوې ترلاسه کړې دي.


د بایومټریک پېژندنې دستګاوې نن د انتخاباتو کمېسیون په دفتر کې رسنیو ته وښودل شول.
د انتخاباتو کمېسیون چارواکي وایي په نږدې راتلونکي کې به د بایومټریک سیسټم د فعالو لپاره نور تجهیزات هم ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې رئیس وویل، چې تر راتلونکو ۷ ورځو پورې به د بایومټریک پاتې دستګاوې کابل ته ورسېږي چې پکې د معلوماتو د ذخیره کولو لپاره مرکزي سرورونه هم شامل دي.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس تردې مخکې ویلي و چې د ملي یووالي حکومت له بایو میټریک سیستم څخه په استفادې رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی او په دې برخه کې ملګرو ملتونو او نورو همکارو ادارو سره همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوی ملي ائتلاف په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونو خبردارې وکړې و چې که حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په ټولو ولایتونو کې انتخاباتي دفترونه وتړي.
د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjxveviuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته