کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بنګله دېش کرکټ اسیا کپ سیالیو کې پاکستان ته په ماته ورکولو سره پای لوبې ته ووتل

5 میزان 1397 ساعت 21:21

د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړکې بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.



د دغه سیالیو پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې د بنګله دیش او هندوستان د لوبډلو ترمنځ کېږي.
د بنګله دیش او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې په لوبه کې د لوبې ټاس بنګه دیش وګاټه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.
خو پاکستان ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۳۹ منډو په توپېر بنګله دیش ته بایلوده.
که څه هم د بنګله دیش لوبډله تر دې دمه نه توانېدلی چې د اسیايي سیالیو اتلولي خپله کړي خو په دغه جام کې يې وخت ناوخت تر پایلوبې رسیدلی دی.
چې د اسیا کپ سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته کېږي، په ۱۹۸۴ هندوستان شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه واره د دغه سیالیو اتلولې ګټلې ده.
افغانستان هم چې په دې سیالیو کې د پام وړ لوبډله بلل کېده سرلینکا او بنګله دیش ته په ماتې ورکولو او له هندوستان سره د سیالۍ په مساوي کولو سره د نړیوالو له خوا وستایل شوه.


د مطلب کود: 171647

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171647/بنګله-دېش-کرکټ-اسیا-کپ-سیالیو-کې-پاکستان-ته-په-ماته-ورکولو-سره-پای-لوبې-ووتل

آوا
  https://www.avapress.com